په افغانستان کې د دویم ځل لپاره د سرې میاشتې چارې پیل شوي

د سرې میاشتې نړیوالې کمیټې اعلان کړی دی چې  د خپلو کارکوونکو د امنیت د مصونیت په خاطر یې د وسله والو طالبانو سره د سلا مشورې وروسته یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه دویم ځلې پیل کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په افغانستان کې د سرې میاشتې د نړیوالې کمیټې ویاند اندریا کتپریتا ، ویلې دي چې ددې کمیټې چارواکو په قطر کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي غړیو سره خبرې اترې کړې او د خپل کارکوونکو د مصونیت په موضوع یې موافقه کړي ده.

نوموړي همدغه راز زیاته کړې ده چې د وسله والو طالبانو له ډلې یې غوښتي دي چې په افغانستان د دې ادارې د کارکوونکو د امنیت ضمانت دې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو څه وخت وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی وو چې د سرې میاشتې د نړیوالې کمیټې د کار کوونکو د امنیت مسوولیت نه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *