د وسله والو له لورې په ننګرهار او لغمان بریښنا قطع شوې ده

د نغلو هغه بریښنا چې د لغمان ولایت په لاره لغمان او ننګرهار ته تللې د لغمان د بادپښ په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لورې د پنځه ورځو راپه دې خوا قطع شوې چې خلک یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ننګرهار او لغمان اوسیدونکي وایې هر کال دوسله والو له لورې د بریښنا مزې قطع کیږي خو چارواکي د دې ستونزې په دایمي حل کې پاتې راغلي دي.

دغه اوسیدونکي زیاتوي چې هر کال وسله والو طالبان په همدې کار له چارواکو باج اخلي.

په ختیځ کې هم چارواکي دغه ستونزه مني او وایې چې یو ځل بیا د وسله والو طالبانو له لورې ننګرهار او لغمان ته د راغلې بریښنا مزې د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ کې پرې شوي، چې خلکو ته یې ګڼې ستونزې پیدا کړي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: مونږ هڅه کوه تر څو د هرې ممکنې لارې په سیمه کې د بریښنا مزې وتړل شي او د غه ستونزه پای ته ورسیږي.

د والي ویاند زیاتوي چې د سیمې خلکو د لغمان له ولایتي ادارې غوښتې ترڅو دوې، دې له نظامي عملیاتو کار نه اخلي، قومي مشران، د یني علما هځه کوي د منځګړیتوب له مخې دغه ستونزه هواره کړي.

دولتزی زیاتوي چې تر دا دمه د وسله والو طالبانو کومې غوښتنې له دوې سره په رسمي ډول نه دي شریکې شوې، د چارواکو پر وینا د دې ستونزې د دایمي حل له پاره پلانونه شته چې په راتلوونکې کې به ورڅخه استفاده وشي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د بادپښ ولسوالۍ اړوند د ګړوچ په سیمه هوایې عملیات ترسره شوې وه، چې دغو عملیاتو مرګ ژوبله هم درلوده.

اوس نو پنځه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د لغمان ولایت د بادپښ په ولسوالۍ کې د برښنا مزې قطع کړي دا چې کله او په کومو شرایطو به د بریښنا مزې وتړل شي دا به وخت ځواب کړي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *