طالبانو د خپلمنځي اختلاف څخه پرده پورته کړه

د وسلوالو طالبانو د ملا اختر محمد منصور ډلې، د ملا هبت الله اخوندزاده د پلویانو سره د خپل اختلاف څخه پرده لرې کړه او د هغوې ډله يې د پاکستان په پلوۍ تورنه کړي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،۲۰۹ شاهین قول اردو د اختر محمد منصور ډلې د خبرپاڼې په اسناد نن د ( تلې ۱۸) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د وسلوالو طالبانو د مشرانو ترمینځ د ژور اختلاف څخه پرده پورته کړي ده.

په دغه اعلامیه کې راغلې دي چې،د اختر محمد منصور ډلې د ملاهبت الله ډله د پاکستان په همکارۍ او پلوي تورنه کړي ده.

د اعلامیې څخه په نقل،د اختر منصور ډلې د ملا هیبت الله ډلې ته اخطارونه او ګواښونه هم کړي دي چې تر اوسه د هغوې په کارونو کې کوم بدلون راغلی نه دی او ټینګار شوی دی چې دغه ډله بیا هم د ګاونډې هېواد (پاکستان) د ګټو لپاره فعالیت کوي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي چې د ملا اختر منصور د ډلې له نظره د ملاهیبت الله کړنې او تګ لاره د طالبانو د پالیسۍ خلاف ده او خیانت ګڼل شوي ده او ددغه خیانتونو دوام د ملا هیبت الله رهبرې تر پوښتنې لاندې راولې.

ملا هیبت الله اخوندزاده په ۲۰۱۶ کال کې د ملااختر منصور له وژل کېدو وروسته د وسله والو طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو؛ مګر له هم دغه لمړي سر څخه د نوې مشر د ټاکل کیدو پر سر اختلافات روان وو او د ملا اختر منصور پلویانو نوموړی د خپل مشر په توګه نه پیژندو.

په عین حال کې ویل کیږي چې دغه اختلافات دا جوتوي چې د اختر منصور او ملا هیبت الله د پلویانو تر مینځ د وسلوالو طالبانو د رهبرۍ په سر اختلافات موجود دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *