پوليسو په يو عراده سراچه موټر کې ۳۳ کيلو ګرامه چرس د يو تن قاچاق کوونکي سره يو ځای ونيول

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي .

د خاورمیانه خبری اژانس ، د خبری له مخی د ننگرهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت پوليسو د سره رود ولسوالۍ درونټې په ساحه کې د پلټنې پرمهال په يوه عراده سراچه ډوله موټر کې ۳۳ کيلو ګرامه چرس چې په ډير مهارت سره په ياد موټر کې ځای پر ځای کړي و او غوښتل يې چې د خوږياڼو څخه يې د مارکو سيمې ته وليږدوي کشف او تر لاسه کړل.

د مالوماتو له مخې د یادو نشه یې توکو په تور د سالم په نوم يو تن هم نیول شوی،چې په ياد مديريت کې تر پوښتنو لاندې دي.

Author

خروج از نسخه موبایل