په ننګرهار کې ۳۸ داعش ترهرګرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په خوګیاڼیو او اچین ولسوالیو کې د داعش ترهرګرې ډلې ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.

د خارورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولايت اچين او خوږياڼو ولسواليو کې په دوو جلا هوايي بريدونو کې ۳۸ داعش ترهرګرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د معلوماتو له مخې تېره ورځ د اچين ولسوالۍ اړوند عبدالخيلو په غيابان، جورناو او باندر چينار سيمو کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګي سيمه کې هم بې پيلوټه الوتکې پر داعش وسله والو بريدونه کړي، چې له امله يې ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *