په افغانستان کې د ملکې وګړو

د تلفاتو زیاتېدنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د نماینده ګۍ مرکز ” یوناما” په وروستیو ۹ میاشتو کې د چاودنو او ځان وژونکو بریدونو له وجې د ملکي وګړو د تلفاتو د شمېرد ۴۶ سلنه زیاتیدو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د یوناما د تازه خپاره شوي راپور پر اساس د روان میلادې کال ۹ میاشتو کې د ملکي وګړو تلفاتو د تیرکال د همدې مودې په نسبت زیاتوالی موندلی دی.

په دغه راپور کې راغلې دي چې د روان کال د ۹ میاشتو په جریان کې د ملکي وګړو د تلفاتو نیمایي برخه یې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو او ځان وژونکو بریدوونو په پایله کې رامنځته شوي ده.

یوناما د میوند لوبغالي،موعود ښوونیز مرکز،د کابل په غرب کې د پیژند پاڼو د ویش په مرکز،په ننګرهار کې د قابلګۍ په روزنیز مرکز او کرکټ پر میدان بریدونو او د طبي برخې کارکوونکو او خبریالانو تلفاتو ته په اشارې سره دغه ځایونه د بریدونو اصلې موخې یادې کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي تادامیچې یاماموتو دغه ترهګریز بریدونه ته په اشارې سره چې موخه یې ملکي وګړې وي وویل چې د ملکي وګړو په نښه کول جنګي جنایت او د نړیوالو بشري حقوقو ماتول دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې د چاودنو او ځان وژونکو بریدونو ترسره کېدلو د افغانستان د خلکو تر مینځ زیاتې اندیښنې رامنځته کړي دي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *