په سمنګان کې د طالب ترهګرو په لاس د ولسي پاڅون کوونکو د ۳ پوستو سقوط کېدل

د سمنګان سیمه ایزو چارواکو خبر، ورکړی دی، چې تیره شپه (تلې ۱۱) طالب ترهګرو په ښکتنې دره صوف ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو د ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړي دي او یادې پوستې یې سقوط کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د سمنګان د ولایتي شورا یوه غړي محمد هاشم سروري ددې خبر په تاییدولو سره وویل، چې د طالبانو ترهګرې ډلې تیره شپه ددې ولایت د ښکتنې دره صوف ولسوالۍ په بلغلي کلې کې د ولسي پاڅون کوونکو د ځواکوانو په پوستو بریدونه کړي دي او د هغوې کنټرول یې په خپل لاس کې اخیستی دی.

همدارنګه سروري زیاته کړه ، چې ددې بریدونو په جریان کې د ولسي پاڅون کوونکو څخه ۲ تنه سرتیري هم وژل شوي دي. د سمنګان د ولایتي شورا دې غړي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه ددغه پوستو د بیرته نیولو لپاره هڅې کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *