د فاریاب د والي د ۵ تنو ساتونکو مرګ ژوبله
د فاریاب امنیتي چارواکو خبر ورکړی دی چې د فاریاب د والي د ګارد قومندان پر موټر باندې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې د فاریاب د والي د محافظتي قطعې قومندان نیک محمد وژل شوی او ۴ تنه نور سرتیري یې ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د فاریاب د پولیسو د قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وویل چې دغه پیښه تیره شپه ۱۰ بجې هغه مهال رامنځته شوي ده چې د والي تعقیبي موټرو میمنې ښار ته د راننوتونکو کمربندونو څخه لیدنه کوله.
له بله پلوه د فاریاب د ولایتي روغتون د بیړنیو پیښو د څانګې مسوول ډاکټر سید محبوب هم ددې پیښې په تایدولو سره وایي چې دې روغتون ته ۴ تنه ټپیان او ۱ مړی راوړل شوي دي. دغه پیښه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې د فاریاب والي نقیب الله فایق په کابل کې د جمهور ریس سره د والیانو په ناسته کې ګډون لري.