منګولیا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو په شمېر کې زیاتوالی راولي

د منګولیا هېواد چارواکو تازه اعلان کړی دی چې د روانې اوونۍ په وروستیو کې به افغانستان ته ۱۱۳ تازه دمې سرتیري ولیږي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،منګولیایي چارواکو ویلي دي چې د ناټو په چوکاټ کې د افغانستان د ځواکونو د روزنې او مشوره ورکولو لپاره افغانستان ته ۱۱۳ تنه سرتیري لیږي.

د منګولیا چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د شمېر د زیاتیدو خبر ورکوي چې له دې وړاندې د ۴۵۰۰ تنه منګولیایي سرتیرو د ناټو تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې فعالیت درلود.

دا په داسې حال کې ده چې د ایټالیا د دفاع وزیر تیره ورځ رسنیو ته ویلي وو چې د راتلونکې یوې اوونې پورې به له افغانستان څخه د ۱۰۰ په شاوخوا کې خپل سرتیري وباسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *