جاپان د ایران څخه د خپلو نفتو وارداتو ته زیاتوالی ورکړ

د جاپان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی دی چې پر ایران باندې یې د امریکا له لورې د بندیزونو سره سره یې د خپلو نفتو وارداتو ته زیاتوالی ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د جاپان ټایمز ورځپاڼې د جاپان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت څخه په نقل لیکلي دي چې د ایران پر وړاندې د امریکا د لګول شویو بندیزونو باوجود یې د ایران سره د نفتو په سوداګرۍ کې زیاتوالی راوستلی دی.

جاپان ټایمز لیکلي دي چې په ۵ وروستیو میاشتو کې ددغه هیواد د نفتو په وارداتو کې د تیر کال په پرتله د اوسني وخت په نسبت ۶۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د جاپان ټایمز د راپور له مخې د جاپان هېواد د اګست په میاشت کې هره ورځ ۱۷۷ زره او ۵۰۰ بوشکې نفت وارد کړي دي چې په ټوله کې ددې میاشتې په اوږدو کې ۳ میلیونه او ۳۹۰ زره بوشکې نفت یې وارد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د امریکا متحده ایالات د اتومي تړون د وتلو څخه وروسته اعلان وکړ؛ هغه هېوادونه چې د ایران څخه نفت اخلي د نومبر تر ۴ یا د لړم تر ۱۳ نیټې پورې وخت لري چې د ایران څخه د نفتو واردولو ته د پاې ټکې کیږدي او ددې څخه غیر به د امریکا د وروستیو بندیزونو سره مخ شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *