په سرحدي پولیس برید کوونکی جنګي طالب ژوندی ونیول شو.

د ننګرهار ولایت چارواکي په دې ولایت کې د هغه ترهګرطالب دنیولو خبر ورکوي چې د سرحدي پولیسو په یوه سرتیري یې ډزې وکړې.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په مارکو بازار سیمه کې د قدرت الله په نوم د جنګي طالبانو یو سرګروپ چې په یاد بازار کې د تفنګچې په وسیله د سرحدي ځواکونو په یو سرتېرې ډزې وکړې،د ګډو ځواکونو له لورې ژوندی ونیول شو.

د غني خیلو ولسوال حاجي غالب مجاهد وایي،له یاد جنګي طالب سره یې یو میل هغه تفنګچه هم نیولې،چې د مارکو بازار کې یې د سرحدي ځواکونو په سرتېرې پرې ډزې وکړې .

د جنګي طالب په ترسره شوي برید کې چاته زیان نه دی اوښتی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *