د پولیسو یو سرتیری د خپلو ۵ تنو ملګرو له وژلو وروسته له سیمې وتښتید

د کندهار سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی، چې تیره شپه ددې ولایت د سیمه ایزو پولیسو یوه سرتیري، چې د طالبانو د ترهګرې ډلې سره په اړیکه کې وو ۵ تنه سیمه ایز پولیس وژلي، ۸ تنه نور یي ټپیان کړي او خپله له سیمې تښتیدلی دی.

د خاور میانه خبري اژانس د راپور له مخې،د کندهار د ولایتي شورا يوه غړي ددې خبر په تاییدولو سره وویل چې تیره شپه ( تلې ۶) د طالبانو د ترهګرې ډلې یوه غړي چې امنیتي ځواکونو په یونفورم ملبس وو ، د ارغستان ولسوالۍ په قرارګاه کې ۵ تنه پولیس سرتیري وژلي،۸ تنه یې ټپیان کړي او خپله د یو میل وسلې سره له سیمې تښتیدلی دی.

د قندهار د ولایتي شورا ددې غړي د وینا پر اساس دغه شخص سمیع الله نومیږي او ددې عمل له ترسره کولو وروسته د خپل یوه میل کلاشینکوف سره له سیمې هم تښتیدلی دی.

د راپورونو له مخې له دې وړاندې هم د طالبانو د ترهګرو ډلو غړو د هېواد د نظامیانو په یونیفورم کې د نظامي ځواکونو په مینځ کې ځای موندلی دی او د دغه ډول بدو پیښو لامل ګرځیدلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *