د غزې د تړانګې په ختیځه برخه باندې د اسراییل د رژیم د هوایي الوتکو ګڼ بریدونه

راپورونه رارسیدلي دي ، چې تیره شپه د اسراییل رژیم فلسطیني معترضین او د غزې په ختیځ کې پرته د ملکې سیمه د توغندیو په واسطه په نښه کړې ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ویل کیږي چې تیره ورځ د تلې په لمړۍ نیټه اسراییلي نظامیانو د خپلو جنګي الوتکو څخه په کار اخیستنې د غزې په ختیځ کې د فلسطینیانو لاریونونه تر هدف لاندې نیولي دي.

د راپورونو له مخې،په فلسطینیانو باندې د اسراییل د رژیم په بمباریو کې ۱ تن وژل شوی او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې د تړانګې اوسیدونکو د مارچ له ۳۰ څخه د اسراییل د رژیم د ظلمونو له وجې لاریونونو د ترسره کولو بیا ځلې غوښتنو ته د پای ټکی کيښود چې ددغه لاریونونو د پیل کیدو وروسته د فلسطینیانو او د اسراییل د رژیم تر مینځ نښتو سختوالی موندلی دی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *