د امنیت شورا ناسته د جنرال دوستم له ګډون پرته ترسره شوه

 د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته نږدې سرچینو ویلي دي چې د کابینې،امنیت شورا او اعلی قومندانۍ د ناستې د ګډون لپاره د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته بلنه ورکړی شوي نه وه.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،سرچینو دعوه کړې ده د ۲ میاشتو په جریان کې چې جنرال دوستم هېواد ته ستون شوی دی حتی جمهورې ریاست ددې ناستو اجنډا هم د لومړي مرستیال سره شریکه کړې نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲ وروستیو میاشتو په پای کې د ملې امنیت د شورا،کابینې او اعلی قومندانۍ ۹ ناستې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال له ګډون پرته ترسره شوي دي سره له دې چې نوموړی په دې ناستو کې د ګډون غړیتوب لري.
له بله پلوه د ملې جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق د کابینې،ملې امنیت د شورا او اعلی قومندانۍ په ناستو کې د جنرال دوستم د نه ګډون په تړاو وویل چې لا تر اوسه هم د جمهور ریس اولومړې مرستیال ترمینځ هر اړخیزه توافق ترسره شوی نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې ۲ کاله کیږي چې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال د حکومت په مهمو ناستو او پریکړو کې ګډون نه لري او هغه شرایط چې هېواد ته دهغه د راستنیدو لپاره ټاکل شوي وو ،د جملې څخه یې د قیصاري ازادیدل او خپل دندې او کاري دفتر ته د هغې حاضریدل عملې شوي نه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *