د فراه په څو ولسوالیو باندې د طالب ترهګرو تهاجمي بریدونه

یوې امنیتې سرچینې خبر ورکړی دی چې د طالبانو ترهګرو ډلو تیره شپه د فراه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ملې اردو،ملې پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو د ځواکونو په څو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي او له هغې څخه یې ځینې پوستو ته سقوط ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،یوې امنیتې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې طالب ترهګرو تیره شپه(وږی ۲۱) د فراه ولایت د بالابلوک،شیبکوه،پشترود ولسوالیو او فراه ښار کې د ملې پولیسو او ملې اردو په پوستو بریدونه کړي دي چې د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکیل شوي دي.

ددې امنیتې سرچینې په وینا د طالبانو د تروریستې ډلې او امنیتې ځواکونو تر مینځ په نښتو کې د بالا بلوک ولسوالۍ د نلک امنیتې پوسته هم د ترهګرو په لاس سقوط شوي ده.

سرچینه زیاتوي ددې نښتو په پایله کې د فراه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې طالب ترهګرو ته درانه تلفات اوښتې دي او ددې ترڅنګ د امنیتې ځواکونو څخه ۶ تنه ملې پولیس وژل شوي،۴ تنه ټپیان شوي او ۲ تنه نور ترې تم دي.

د یادونې وړ ده چې په موجوده وخت کې د فراه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې جګړه په شدت سره روانه ده او امنیتې ځواکونه د مرکزې حکومت څخه ژر تر ژه د ځمکنیو او هوایي مرستو غوښتنه کوي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *