په فاریاب کې د طالبانو په لاس د یوې پوستې او دوه قرارګاوو سقوط

د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند وایي چې ددې ولایت د شیرین تګاب پر ولسوالۍ باندې د تیرې شپې( وږی ۱۹) د طالب جنګیالیو په برید کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو یوې پوستې او دوه قرارګاوو سقوط کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند،کریم یورش وویل چې د طالبانو د ډلې غړیو تیره ورځ د ماښام په شپږو بجو ددې ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ د کوه صیاد په کلې کې د ملې پولیسو،ملې اردو او ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه ترسره کړي دي.

د فاریاب د پولیسو د ویاند په خبره د فاریاب ولایت د شیرین تګاب په ولسوالۍ کې نښتو د نن ورځې تر ۴ بجو پورې دوام درلود. یورش زیاته کړه چې ددې نښتو په پایله کې چې له لسو ساعتونو څخه زیات وخت یې دوام درلود ځاني تلفات له ځانه سره نه لري او د ملې پولیسو یوه پوسته او د سخې قرارګاه او د قومندان نجم الدین قرار ګاه په نومونو د ولسي پاڅون کوونکو دوه قرارګاوې د طالبانو په لاس سقوط شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *