په کندهار کې د ۷۸ طالب ترهګرو مرګ ژوبله

د قندهار امنیتي چارواکو خبر ورکړی دی چې تیره شپه ( وږی ۱۹) د هېواد د نظامي ځواکونو پر ضد په یوه برید کې ۷۸ تنو طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ، د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني وویل چې تیره شپه ۱۲ بجې طالب ترهګرو د خاکریز او میوند په ولسوالیو کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو باندې ډله ایز بریدونه ترسره کړي دي چې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شوي دي.

د کندهار د پولیسو د ویاند په وینا دغه نښتو د میوند ولسوالۍ په شلغمي،کلان کیچه،بند تیمور او سوربغل کلیو او د خاکریز ولسوالۍ د میوند او مندوګک په کلیو کې صورت نیولی چې تر ۳ ساعتو پورې یې دوام درلود.

هغه څرګنده کړه چې په دې پیښه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ۱ تن وژل شوی او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي چې روغتون ته لیږدول شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل