په کابل کې د پولیسو قومندانۍ د لوړو زده کړو استاد وژل کېدل

امنیتي چارواکو په ۱۲ ناحیه کې د ناپیژانده وسلوالو له لورې د کابل د ” استاف کالج” قومندانۍ د یوه استاد د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی وایي د استاف کالج( د ملې پولیسو د لوړو زده کړو قومندانۍ) استاد سمونمل عبدالجبار د تیرې ورځې په ماښام د ناپیژانده وسلوالو له لورې وژل شوی دی.

د ستانکزي په وینا عبدالجبار تیره ورځ ماښام مهال د کابل ښار د ۱۲ ناحیې د ارزان قیمت په سیمه کې د ناپیژانده موټر سیکل سپرو لخوا په ډزو سره وژل شوی دی او د پیښې عاملین له سیمې تښتیدلي دي چې پیښه د څیړني لاندې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ” اوچا” د راپور له مخې په روان میلادې کال کې د تیر کال په پرتله په هدفي وژنو کې ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *