د یمن له لورې د سعودیانو د تازه تاسیس شوي قرار ګاه په نښه کول

د یمن امنیتي سرچینې د عربستان په جنوب کې د سعودي د نظامیانو لخوا د تازه جوړې شوې قرار ګاه په لورې د یوه بالستیک توغندي د توغولو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د یمن د توغندیو سازمان اعلان کړی دی چې د عربستان د جنوب په عسیر سیمه کې یې د سعودې د شبه نظامیانو له لورې یوې نوی جوړ شوی مرکز د یوه بدر۱ بالستیک توغندي په واسطه په نښه کړی دی.

ددې ترڅنګ د فوځ دې ځواکونو تیره شپه هم د عربستان په جازان سیمه کې د سعودي د نظامیانو یوه غونډه د توغندیو په واسطه تر برید لاندې نیولي ده.

د انصارالله ډلې ویاند محمد عبدالسلام ویلي دي” هر څومره چې د سعودې د تیري کوونکي ایتلاف بریدونه دوام لري د یمن د خلکو توغندیز قوت هم ورسره زیاتیږي چې په هغې سره کولای شو چې دښمن په هر ځای کې تر برید لاندې ونیسو.”

د یادونې وړ ده چې د بدر ۱ بالستیک توغندي د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو له جملې څخه دي چې د یمن فوځ په دغه هېواد باندې د سعودي د تیري کوونکي ایتلاف د څلور کلنو بریدونو وروسته نندارې ته وړاندې کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *