د قندهار ـ هرات په لویه لار یوې ترافیکې پیښې د ۴۰ تنو ژوند واخیست

سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې نن سهار د قندهارـ هرات په لویه لار یو مسافر وړونکی موټر د ترافیکي پیښې سره مخ شو او یو شمېر مسافرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،سیمه ایزو سرچینو ویلي دي چې نن سهار ( وږی ۱۷) د قندهار ـ هرات په لویه لار په یو ترافیکې پیښه کې شاوخوا ۴۰ تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
ددغه سرچینو په وینا یو مسافر وړونکی موټر په دغه لویه لار د ترافیکې پیښې سره مخ شو چې په پایله کې د درې ښځو په ګډون ۱۵ مسافر وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي چې روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
ددې سیمه ایزې سر چینې د خبرو تر څنګ په دغه ترافیکي پیښه کې د ۲۵ تنو نور هم ټپیان شوي دي چې د هرات پر لورې د حرکت په حال کې وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *