د پروان دملې امنیت ریاست یوه کار کوونکې وژنه
د پروان ولایت سیمه ایزو چارواکو تیره ورځ سې شنبه(وږی ۱۳) د دې ولایت د ملې امنیت ریاست د یوه کار کوونکې د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د پروان د ولایتي شورا یو غړی عصمت الله محمدي وایي د دې ولایت د ملې امنیت یو کارمند د بګرام ولسوالۍ په (صافه) سیمه کې وژل شوی دی.
د پروان د ولایتي شورا د دې غړې په وینا د ملې امنیت دغه کارکوونکی داد الله نومیده او د بګرام ولسوالۍ د چاریکار ښار د صیادان د سیمې اصلې اوسیدونکی وو چې د صیاد څخه د بګرام ولسوالۍ په لورې روان وو چې د ناپېژانده کسانو له لورې وژل شوی دی.
د محمدي په وینا داد الله تیره ورځ (وږی ۱۳) د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په صافه سیمه کې د دوه تنو موټر سایکل سپرو وسلوالو له لورې په ډزو کې وژل شوی دی.