د یمني بندیانو څخه د امارتیانو بده استفاده

د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د بشري حقوقو سازمانونو ویلي دي چې چې د اماراتو ځواکونو په سلګونو نیول شویو یمنیانو باندې جنسې تیرې کړی دی او دغه بندیانو ته په رنګارنګ ډولونو سره تکلیف رسوي او د جنسي تیرې لاندې یې نیسي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،الجزیرې راپور ورکړی دی د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو عالې کمیسارۍ اعلان کړی دی چې د اماراتو افسرانو د عدن د ښار په یوه زندان کې له ۲۰۰ څخه په زیاتو یمني بندیانو باندې جنسي تیری ترسره کړی دی.

د بشرې حقوقو د عالې کمیسارۍ په راپور کې راغلي دي چې د اماراتو هغه شمېر افسرانو چې په یمني زندانیانو یې جنسي تیری کړی وو د زندانیانو ته د مختلفو شکنجو او جنسي ځوروني په ورکړې تورن شوي دي.

په دې راپور کې راوړل شوي دي چې په زندان کې د زندانیانو وضعیت خراب وو او ویل کیږي چې امارتي افسران د نورو بندیانو د سترګو پر وړاندې په بندیانو جنسي تیری کوي تر دې پورې چې د کورنیو د غړیو په مخ کې هم جنسي تیری ورسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان هم ددغه هېواد په زندانونو کې د امارتي افسرانو له لورې په یمني بندیانو باندې چې په مخفي ډول ساتل کیږي د بد چلند خبر ورکړی وو او ددغې موضوع د څیړني لپاره یې یو ټیم ټاکلی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *