په تیرو ۲۴ ساعتونو کې پر عربستان باندې

د یمنیانو ګڼ بریدونه د یمن امنیتي چارواکو اعلان کړی دی چې ددې هیواد فوځ د بدر ۱ د یوه توغندي په توغولو سره د سعودي په جنوب کې ددغه هیواد د تیري کوونکي ایتلاف د ځواکونو یو نظامي مرکز تر هدف لاندې نیولی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د یمن د توغندیو سازمان اعلان کړی دی چې د تیرې ورځې په ماښام شنبه (وږي ۳ مه)د یمن فوځ او ولسي کميټو د عربستان په سویل کې د بیر عسکر په سیمه کې د سعودي د نظامي ځواکونو یو مرکز تر هدف لاندی نیولی دی.

ویل کیږي چې سعودي عربستان دعوه کړې ده چې دغه توغندی یې د خپلو دافع هوا په واسطه شنډ کړی دی مګر دغه دعوه یې تایید شوي نه ده.

په عین حال کې دا څوم توغندی دی چې د یمن فوځ او ولسي کمیټو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د سعودي عربستان په سویل باندې غورځولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یمن فوځ او ولسي کميټو نن د یکشنبې د ورځې په سهار( وږی ۴ مه) د عربستان د جنوب د جیزان سیمه هم د دوه زلزال توغندیو په واسطه تر هدف لاندې نیولي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *