د افغانستان د څلورو امنیتي لوړپوړو چارواکو استعفی

د تیرې ورځې په ماښام( وږي ۳ مه) څلورو امنیتي لوړپوړو چارواکو دفاع وزیر او درې نورو امنیتي چارواکو استعفا ورکړه.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د جمهوري ریاست ارګ څخه یوې امنیتې سرچینې ویلې دي چې د ملې امنیت د مشاور د استعفی څخه وروسته د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي،کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملې امنیت ریس معصوم ستانکزي هم د خپله لورې استعفاوې ورکړي دي.

د ارګ سرچینو ددې چارواکو د استعفی د لامل په اړه څه نه دي ویلې مګر رویټرز ددوې د استعفی لامل د حکومت د مشرانو سره ددوې اختلاف یاد کړی دی.

په همدغه حال کې ویل کیږي چې دغه امنیتي چارواکو چې له خپل اړخه یې استعفاوې ورکړي دي ټاکل شوي ده چې خپل ځانونه د ۱۳۹۸ کال ټاکنو ته نوماندان کړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *