امریکا د فلسطیني کډوالو څخه د هغوې د بېرته را ستنیدلو حق اخلې

د فلسطین خبرې رسنیو اعلان کړی دی چې امریکا پریکړه کړې چې راتلونکې اوونۍ به خپل هېواد ته د فلسطیني بې ځایه شویو د راستنیدو د مخنیوې موضوع اعلان کړې.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د فلسطین د اطلاع رسونې مرکز راپور ورکړی دی چې امریکا تصمیم لري راتلونکي اوونۍ خپل پلرني ټاټوبي( فلسطین) ته د فلسطیني بې ځایه شویو د راستنیدو په اړه خپله پریکړه اعلان کړې.

د اسرايیل د رژیم رسنیو راپور ورکړی دی چې واشنګټن به د راتلونکې اوونۍ په ناسته کې خپله پریکړه اعلان کړې او ددغه پریکړې په اړه یې وویل چې بې ځایه شوي فلسطینیان نور خپل هېواد ته د بېرته ستنیدو حق نه لري. ویل کیږي چې ددې طرحې پر اساس به امریکا د ۵ میلیونه بې ځایه شویو فلسطینانو له جملې څخه نیم میلیون په رسمیت وپیژني.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې رسنیو د امریکا له لورې د قرن د معاملې په نوم د یوې طرحې خبر ورکړی وو چې د قرن د معاملې د پلان له مخې به د ختیځ قدس ښار د فلسطین پایتخت شي او د بې ځایه شویو فلسطینیانو څخه به د بیرته راستنیدو حق واخیستل شي او د فلسطین په خاوره کې به د اسراییل د رژیم د ښارګوټو د جوړولو بهېر دوام ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *