د کابل بانک بنسټګر فرنود؛ د بګرام په زندان کې ومړ

د کابل پولیسو خبر ورکړی دی چې تیره ورځ (وږی۲) د کابل بانک بنسټګر شیرخان فرنود د بګرام په زندان کې د زړه د حملې له وجې ساه ورکړی ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کابل د پولیسو ویاند ویلي دي چې شیرخان فرنود تیره ورځ د سهار د ۹ بجو په شاوخوا کې د زړه د حملې له وجې وفات شوی دی او جنازه یې د څیړنې لپاره عدلي طب ته لیږل شوي ده.

مګر شیرخان ته نږدې خلک وایي چې د هغه مړینه ددوې لپاره شکمنه ده ځکه چې د بګرام زندان مسوولینو په دې اړه ضد او نقیض خبرې کړې دي. په همدغه حال کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي خاور میانه ته وویل چې د شیرخان فرنود د مړینې علت قلبي حمله نه ده بلکه په نوموړي زهر خوړل شوی دي.

شیرخان فرنود په ۲۰۰۴ کال کې د کابل بانک په بنسټ ایښودلو سره په افغانستان کې د خصوصې بانکدارۍ سیستم وړاندې کړ او په لنډ وخت کې یې زرګونه پیرودونکي پیدا کړل.

مګر په ۲۰۱۰ کال کې مرکزي بانک د کابل بانک مسوولیت پر غاړه واخیست او اعلان یې وکړ چې په دې بانک کې برخه لرونکو د خلکو لخوا سپارل شوې یو مقدار پیسې په پور اخیستي دي او دا بانک یې د مالې بحران سره مخ کړی دی.

ددې خبر د خپریدو په تعقیب د” کابل بانک” خصوصي بانک پیریدونکو د خپلو پیسو د نقدې کولو لپاره مراجعه وکړه چې دغه کړنه ددې لامل شوه چې د ۹۰۰ ډالرو د ورکیدو بحث را منځته شي چې ددغې موضوع سره تړلی شیرخان فرنود د لوې څارانوالۍ له لورې په ۵ کاله بند او د ۳۳۴ میلیونه ډالرو په ورکړې محکوم شو مګر په ۲۰۱۴ کال کې کله چې د کابل بانک دوسیه د دویم ځل لپاره وڅیړل شوه

د جمهور ریس غني په حکم فرنود په ۱۰ کاله بند محکوم شو. له بله پلوه هم په زیات ګمان سره د کابل بانک رییس فرنود ددې لپاره چې د قدرت ارکانو ته لاره پیدا کړې په ډېرې بیړې سره د زرګونو پیرودونکو سپارل شوې پیسې پرته له دې چې د چا څخه لاسلیک واخلې د حکومت لوړ پوړیو چارواکو ته په پور ورکړې او د خپلې محاکمې پر وخت یې هم د چا نوم په ژبه رانه وړو چې پیسې یې چیرته لګولي دي.

شیرخان فرنود محاکمه شو تر دې چې د کابل بانک د قضیې اصلې عاملین چې لوړ پوړي چارواکي او حکومتي لوړ پوړو چارواکو ته نږدې خلک او خپلې کورنۍ یې وې د افشا کولو څخه وژغورل شوې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *