په ننګرهار کې ځانمرګي برید دوه تنه و وژل

. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن شنبه د سنبلې د میاشتې په ۳ نیټه د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند پنځمې ناحیې په سیمه کې د ټولټاکنو خپلواک کمیسون څېرمه پلي ځآنمرګي بریدګر په ځآن پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې .

چې د چاودنې له امله ۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي، چې د یو تن ټپي روغتیایي وضعیت هم نازک دی .

د خوګياڼي په خبره یاده پېښه نن له غرمې مخکې نږدې ۱۱ نیمې بجې هغه مهال رامنځته شوه،چې د پېښې سیمې ته څېرمه ولسي جرګې ته د نوماندانو له لیست څخه د حذف شوي نوماند جاوید زمان پلویان په اعتراضیه ډول را ټول شوي وو.

د ځآنمرګي برید له امله په سیمه کې یو شمیر درول شوې موټرې هم زیانمنې شوي دي

Author

خروج از نسخه موبایل