په ننګرهار کې يو شمېر وسلې او چاوديدونکي توکي ونيول شول.

د ننګرهار چارواکي په دې ولایت کې د یو شمیر مهماتو د نیولو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند مولوي خالص او سياف فاميليو سيمه کې افغان ګډو ځواکونو چاڼيز عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر بېلابېل ډوله وسلې او چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

د خوګیاني په خبره په دغو عملياتو کې څوارلس ميله بېلابېله ډوله تومانچې، څلور ميله کلاشينکوفونه، يو ميل مارکول، درې لاسي بمونه، دوه سوه پنځوس فيره بېلابېل ډوله مرمۍ او يو اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

د خوګیاڼی په خبره یاد چاوديدونکي توکي په سيمه کې لمنځه وړل شوي او دغه عمليات لا دوام لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *