په غني خيلو کې د يو قومندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل شول

د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې تېره شپه د غني خيلو ولسوالۍ مربوطاتو کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د يو کمين په ترڅ کې د قومندان ايمل په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل.

خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي يادو وسله والو طابانو غوښتل، چې د غني خيلو ولسوالۍ پر مقام او شاهراه پوستو بريدونه وکړي، چې د ځانګړو ځواکونو له لوري ورته کمين ونيول شو او د دوی پلانونه يې شنډ کړل.

د معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو په ليدو سره په سراچه ډوله موټر کې د تېښتې هڅه کوله، چې تر بريد لاندې راغلل او په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو قومندان ايمل مشهور په تسل، الماس افريدی، ادريس افريدی، حمزه افريدی، عبدالله او طوفان ووژل شول.

د خبر پاڼې له مخې په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو سراچه ډوله موټر، يو اندازه چاوديدونکي توکي، يو ميل پيکا، دوه ميله راکټ او څلور ميله کلاشنکوفونه هم لمنځه وړل شوي.

Author

خروج از نسخه موبایل