د لیبرمین ګواښ؛ د غزې په تړانګه کې جګړه له سره پیلیږي

د اسراییلو د دفاع وزیر د یوې ناستې په اوږدو کې په څرګنده ګواښ وکړ چې د غزې په تړانګه کې به د جګړې لمبې پورته کړې او د نوې جګړې لپاره خپل ځان چمتو کوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د اسراییلو د دفاع وزیر اویګور لیبرمین تیره ورځ دوشنبې(زمري ۲۲) د جنوبي سیمې د ګډو مشرانو او ددغه رژیم د فوځ د یو شمېر مشرانو سره په یوه ناسته کې په تیره میاشت کې د ۱۶۸ فلسطینیانو وژل کیدو او د څلورو زرو څخه د زیاتو ټپي کیدو ته په اشارې سره ددې باوجود غواړي چې د غزې په تړانګه کې د جګړې لمبې بلې وساتي او د فلسطینیانو سره نوي جګړې ته ځانونه اماده کړې.

په همدغه حال کې د اسراییل د رژیم د دفاع وزیر وویل مهمه دا نه ده چې د غزې په تړانګه کې جګړه پیښیږي یا نه پوښتنه دا ده چې دا جګړه به په کوم وخت کې رامنځته شي.

په همدغه حال کې د اسراییلو رژیم په کراتو کراتو د غزې په تړانګه کې د جګړې د لمبو د پورته کولو ګواښونه ورکړي دي او همدارنګه د فلسطین څخه د دفاع ډلو هم د اسرایل د رژیم د هر ډول برید د مخه نیولو خبر ورکړی دی تر څو د فلسطین د بې ګناه خلکو څخه دفاع وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اسراییل رژیم د غزې په تړانګه باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او فلسطینیانو ته یې زیات زیانونه هم اړولي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل