په هرات ولایت کې د ځمکې د غصب په سر د ۱۳ تنو نیول کیدل

د هرات ولایت امنیتې سرچینې د یو شمېر زورواکانو او د ځمکو د غاصبینو د نیول کیدو خبر ورکړی دی چې په دغه ولایت کې په غیر قانوني فعالیتونو کې بوخت وو.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ویل کیږي چې د هرات ولایت امنیتي چارواکو ویلي دي چې ددې ولایت د انجیل ولسوالۍ د اوسیدونکو د ځمکو د غصب په تور یې ۱۳ تنه زورواکان او د ځمکو غاصبین نیولي دي.

په همدغه حال کې د هرات ولایت د ولایتي شورا یوې غړې فاطمه جعفري ددې خبر په تاییدولو سره ویلي دي چې په دې ولایت کې یې ۱۳ تنه د زورواکۍ او د خلکو د ځمکو د غصب په تور نیولي دي چې په اوس وخت کې تر څیړنو لاندې دي.

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو دغه کسان په داسې حال کې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې نیولي دي چې دغه کسانو په غصب شوي ځمکه باندې یو رستورانت اباد کړی وو،ددې تر څنګ یې ددغه نیول شویو کسانو څخه یو کارت،یوه توره،یو میل تفنګچه،د ۱۰۰ کیلو ګرام څخه زیات مخدره توکې او د موسیقۍ څو الات هم پیدا کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې هرات ولایت یو له لویدیځو ولایاتو څخه دی چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د ځور واکانو او لنډغرو خلکو زیاتوالی موندلی دی او هر وخت ددې ولایت د مختلفو سیمو اوسیدونکي د ازار او ازیت لاندې نیسي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *