د غزني سیمه ایز چارواکي وایي چې په دې ولایت کې اوس هم سختې جګړې روانې دي او د ډېرې سیمو کنټرول د طالبانو د ترهګرې په ډلې لاس کې ده
خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د غزني د ولایتي شورا غړي محمد نعیم توحیدي تیره ورځ ماذیګر مهال څرګنده کړه چې ددې ولایت د ډیرې سیمو کنټرول د طالبانو د ترهګرې ډلې په لاس کې دی چې تر اوسه امنیتي ځواکونو لخوا هیڅ اقدامات په نظر کې نه دي نیول شوي.
توحیدي ویلي دي چې د طالبانو د ډلې غړي د نواباد،قلعه شاده او ځینې نورو سیمو کې د دولتي مقاماتو کورونه تلاشي کوي.
د توحیدي د خبرو پر بنیاد، د خواجه عمري،اجرستان او قیاق درې ولسوالیو د طالبانو د ترهګرې ډلې په واسطه سقوط کړی دی او د امنیتي ځواکونو ټولې پوستې له دغه سیمو څخه په شاه شوي دي او ناور ولسوالۍ ته لیږدول شوي دي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه چې ددې ولایت د امنیه قومندانۍ د سقوط تر څنګ د بالاحصار کنټرول هم طالبانو په لاس کې دی او امنیتي وضعیت خراب دی.
په همدغه حال کې راپورونه رارسیږي چې په غزني ولایت باندې د وسلوالو طالبانو د ډلې په برید کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او نږدې ۱۵۰ تنه ټپیان شوي دي
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ترهګرې ډلې د څلورو ورځو راپدیخوا د امنیتي ځواکونو په مورچو باندې ډله ایز بریدونه په لاره اچولي دي او د هیواد امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ښکیل شوي دي،په دې جګړه کې د غزني ځینې سیمې خرابې شوي دي او څو سوداګریز مرکزونه،او د دولتي ادارو ودانۍ سوځیدلي دي