د ټرمپ تورې کارنامې/د بندیزونو په لګولو باندې د نوموړي روږدې کیدل
د ډونالډ ټرمپ کار ته د راتګ کال ۲۰۱۷ د امریکا د متحده ایالاتو په سیاسي ژوند کې یو له جنجالونو ډک کال وو،د امریکا د خلکو له خوا د جمهور ریس په توګه د ډونالډ ټرمپ د ټاکلو لپاره غیر منتظر پاتي کیدل او د هغه لمړې سر څخه د نوموړي د سیاسې تجربې نشتوالې او د امریکا په حکومتي تګلاره کې د هغه عجیب او جنجال راولاړونکی چلند بلل کیږي.
د جمهوري ریاست څخه وړاندې د نوموړي بحث راولاړونکي ټویټونه،د جنسي ځورونې تورونه،د سپین پوستو ناسیونالیستانو په اړه ناخوښه نظرونه،د کابینې په اړه شخصې پریکړې،په جنایي څیړنو کې لاسوهنه او د روسیې سره د هغه ټاکنیزو کمپاینونو د څو غړیو اړیکې لرل ،دا ټول د ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست د لمړي کال جنجال پیداکوونکي مساییل شمېرل کیږي،له دې څخه علاوه د نړیوال سیاست د ځینو برخو په نسبت د ټرمپ بریدګر موقف نیول لکه تړونونه ،ارګانونه او نړیوال سازمانونه هم په تیرو کلونو کې د پرمختګونو سبب ګرځيدلی دی،همدغه مسئلې د نوموړې د داخلې او بهرني سیاستونو په برخو کې تحلیلونه د خاصو کږلیچونو سره مخ کړي دي.
ددې ترڅنګ د امریکا متحده ایالات په منځني ختیځ کې د حلق د تریخوالي سره مخ شوي دي چې همدوې یې پر وړاندې مسؤل دي.
د عراق په نیولو، یا هم د منځني ختیځ هیوادونو ته د دیموکراسۍ په لیږدولو کې ددې هیواد ديپلوماتیکي تیروتنې،لکه سعودي عربستان یا هم د اسلام د خپل ځان په ګټه کارولو سره کولای شي په ښکاره ډول د اسراییلو څخه ملاتړ ولیدل شي.
یوه ځانګړتیا چې څرګندیږي امریکا په نړۍ کې د جګړو د خپرولو غاړي نیولي دي،په نړۍ باندې قدرت طلبې،زیاتې غوښتنې او واک سره یې په لمړي ګام کې د اسلامې قدرت په هیوادونو باندې یې پر نظامي او اقتصادي بندیزونو سره په جنګیالیو دا جګړه پیل کړي ده.
تر څو د دې جنګیالیو ټول اړخونه کمزوري کړې او په خپل کنټرول کې یې ولري او خپل ځان د نړۍ لوې قدرت پاتي کړي.
ټرمپ واک ته د رسیدو وروسته او د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په جریان کې تل اسلام سپک کړی او اسلا م ستیزي یې ترویج کړي ده ، خپل هیواد ته یې د وفادارۍ د سوګند د ادا کولو څخه وروسته یې خپل لمړنی اقدام د هستوي تړون څخه وتل وو او ددې تړون په ماتولو سره یې ګواښ وکړ چې د ایران پر وړاندې به بندیزونه د سرڅخه ونیول شي چې د روان کال د زمري په ۱۳ نیټه یې په ایران باندې لمړني بندیزونه لګول شوي دي.
ددې ترڅنګ يې په ایران باندې بندیزونه لګولو ته بس ونه وایو چې د اسلامې نړۍ یو پیاوړی قدرت دی او یوه امریکایي پادارې د بندي کولو په بهانه یې چې د ترکیې د نافر جام په کودتا کې د فتح الله ګولن سره ملګری وو یو بل اسلامي هیواد ترکیه باندې یې هم بندیزونه ولګول،ددې باوجود دوې د یمن پر وړاندې په جګړو کې تر ستوني ډوب دي او د یمنیانو پر وړاندې د عربستان د ایتلاف ملاتړ کوي.
په همدغه حال کې په هیوادونو باندې د ټرمپ د بندیزونو روږدې کیدل ختمیدل نه قبلوي نوموړي د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون سره د لیدنې دوه اونۍ وروسته په کوریا باندې وضع شوي بندیزونه نور هم وغځول.
په شمالي کوریا باندې د امریکا اقتصادي بندیزونه د ۲۰۰۸ کال څخه عملي شوي وو چې د یوه کال لپاره نور هم وغځول شول.
ددې سره سره ټرمپ له بندیزونو لاس وانخیست او د روسيې نړیوال نظام جنګیالي یې د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې په جرم هم د بندیزونو په لیست کې داخل کړل،د امریکا جمهور رییس په سپینه ماڼۍ کې په خپل یوه خبرې کنفرانس کې اعلان وکړ چې د روسیې پر وړاندې ددې هیواد بندیزونه به هم په خپل قوت پاتي وي.
د نړۍ بانفوذه هیوادونو ته په همدې ډول د تبعیضه ډک نظر کولو باندې په تیره نیمه پیړۍ کې ټرمپ په نړۍ کې د امریکا په ناخوښه جمهور رییس باندې بدل کړی شوی دی.
لکه څنګه چې څه وخت مخکې د مهاجرینو پر وړاندې د ټرمپ د ظالمانه سیاست د یوې نظرپوښتنې پایلې خپرې شوي چې د بشري حقوقو د ارګانونو د غبرګونونو څپې یې را وپارولي دا څرګندوي چې یو ځل بیا له تبعیضه ډک چلند ورته ښکلی شوی دی او متاسغانه هره ورځ یې لمنه پراخیږي. نګینه” وارسته”