د ښځو او نارینه وو د میراث د برابروالی پر وړاندې د تونسیانو پراخه لاریونونه

د تونس زرګونو تنو اوسیدونکو ددغه اسلام ضد هیواد د ټولنیزو اصلاحاتو پر وړاندې پراخه لاریونونه په لاره اچولي دي او ددغه اقدام سره یې مخالفت څرګند کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د تونس زرګونو اوسیدونکو د ټولنیزو اصلاحاتو په اړه چې د سړي او ښځې تر مینځ یې میراث حق مساوي بللی او همجنسبازي یې ازاده اعلان کړي ده پراخه لاریونونه یې ترسره کړل او د حکومت ددغه اقدام سره یې مخالفت څرګند کړ.

ویل کیږي چې په لاریونونو کې ددې لاریون کونکو ګډون د قران څخه د دفاع د هماهنګۍ بنسټ د دعوت په سبب وو او په خپل دې شعار چې د اسلام څخه به د خپلو وینو په بدل کې دفاع کوو ددغه منصوبې سره یې خپل خپګان څرګند کړ.

ددې لاریونونو ګډونوالو ویلي دي چې که په هر قانون کې د ښځو او نرو د میراث حق او همجنسبازي سره مساوي وي چې د اسلام د دین سره ورته والی ونه لري نه یې منو او د اسلام له دین څخه دفاع کوو.

د یادونې وړ ده چې په دې لاریونونو کې د تونس د ټولنې لوې اکثریت او مختلفو افشارو برخه اخیستي وه د مثال په ډول اسلامې څیرو او محصلینو ګډون کړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *