په جلال اباد ښار کې د یوشمیر ورستیو بريدونو طرحه کوونکی او د بريد ګرو انتقالوونکی ونيول شو

په جلال اباد ښار کې د یوشمیر ورستیو بريدونو طرحه کوونکی او د بريد ګرو انتقالوونکی ونيول شو.

ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې پر دريو ادارو ماشوم ساتنې، مستوفيت او کرکټ لوبغالي د بريدونو طرحه کوونکی او يادو ادارو ته د بريدګرو رسونکی ونيول شو.

د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دننګرهار ولايت مقام ته د ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې حيات الله مشهور په قاري بلال، چې د داعش وسله والو د بريدونو مسئول دی، د جلال اباد ښار پر دريو ادارو د تر سره کړيو تروريستي بريدونو په تړاو ونيول شو.

د معلوماتو له مخې دغه داعش وسله وال برسیره پر دې، چې د بریدونو په طرحه کولو کې يې ونډه اخيستې مستوفيت، کرکټ لوبغالي او ماشوم ساتنې ادارې ته يې بريدګر هم انتقال کړي دي.

نيول شوي تن په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او زياتوي، چې د بريدونو په طرحه کولو او د بريدګرو په انتقال کې يې مستقيما برخه اخيستې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *