د فاریاب په غورماچ کې د ملې اردو د ۱۷ سرتیرو مرګ ژوبله

د فاریاب امنیتي مسوولینو خبر ورکړی دی چې په غورماچ ولسوالۍ کې د ملې اردو په یوه پوسته باندې د طالبانو د ترهګرې ډلې په یوه برید کې د ملې اردو ۸ سرتیري وژل شوي دي او ۹ تنه نور ټپیان دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د فاریاب د ملې امنیت ریاست په یوه خپره کړای شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې تیره شپه د طالبانو د ترهګرې ډلو غړیو ددې ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د ملې اردو په یوه پوسته ډلیز برید ترسره کړ چې په پایله کې د ملې اردو ۸ سرتیري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

له بله پلوه خبرپاڼه زیاتوي چې په دې جګړه کې د طالبانو د ډلې ماین جوړونکی ملا عبدالله هم ۷ تنو تر لاس لاندې کسانو سره یوځای وژل شوی دی.

ددې خبرپاڼې پر اساس دغه پوسته چې د طالب ترهګرو لخوا یې سقوط کړی وو د هیواد د هوایي ځواکونو د بریدونو له وجې بیرته نیول شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *