د یمن په الثوره روغتون باندې د السعود په برید کې نږدې ۲۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

د راپورونو له مخې د سعودې تیري کوونکې ایتلاف په ډېرې بې رحمۍ سره د یمن په الحدیده کې یو غوره روغتون تر هدف لاندې نیولی دی.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې، ویل کیږي چې د سعودې اجیر ایتلاف د پنجشنبې په ورځ( زمری ۱۱) د یمن په الحدیده ښار کې په یو روغتون باندې برید کړی دی چې ډېر ځاني تلفات یې اړولي دي.

د راپورونو پر اساس د سعودې د متجاوز ایتلاف د بریدونو په پایله کې چې په الثوره روغتون او د کب پلورونکو په بازار ترسره شول ۶۰ تنه ملکې وګړې وژل شوي او د ۱۲۰ تنو څخه زیات ټپیان شوي دي.

په دې روغتون له برید وروسته د یمن د بشرې چارو همغږي کوونکي لیز ګراندې ویلي دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې روغتونونه مصونیت لري او د ملکي وګړو د وژلو لپاره هیڅ دلیل وجود نه لري. هغه زیاته کړه چې ډېرې خلک په یمن کې وژل شوي دي پکار ده چې په یمن کې دا جګړه ودرول شي او په جګړه کې ښکیل لورې عام المنفعه ځایونو ته درناوې وکړې.

د پنجشنبې د ورځې دې برید د سوریې،لبنان او ایران د هیوادونو او د سره صلیب د کمیټې تُند غبرګونونو سره مخ شوی دی،ددې جنایت د غندلو ترڅنګ دوې د نړۍ د ازادو ملکونو،نړیوالو سازمانونو،د بشرې حقوقو د ټولنو څخه ددې کړنې د عاملانو د سزا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان تر اوسه پورې د ۹۵۰۰ ملکي وګړو وژل کیدل منلي دي چې ډیرې یې په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *