د داعش ترهګرې ډلې د یوه مشهور قومندان په ګډون د دې ډلې ۱۵۳ تنه غړي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي

په جوزجان ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې مشهور قومندان مولوي حبیب الرحمن د ۱۵۲ نورو غړیو سره وروسته له هغې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو چې د طالبانو سره په محاصره کې ګیر پاتي شوي وو.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د جوزجان ولایت امنیه قومندان جنرال فقیر محمد جوزجانی منلې ده چې دداعش ترهګرې ډلې مشهور قومندان مولوي حبیب الرحمن او د هغه مرستیال مولوي نعمت الله دداعش ډلې د ۱۵۲ جنګیالیو په ګډون د ټولو جنګې وسایلو سره یو ځای دولتي ځواکونو سره یو ځای شوي دي.

د طالبانو ترهګرې ډلې تیره شپه د خپلو سرو قطعاتو( د طالبانو کمانډو) څخه په استفادې سره د مغل،هلقاني،اولاد،قزل غوچ او اسمان جر په کلیو بریدونه کړي وو او د داعش ترهګره ډله یې تر محاصرې لاندې نیولي او هغوې د معمولي مقاومت وروسته د طالبانو په لومه کې لویدلي دي.

د طالبانو سرچینې ددې خبر په تاییدولو سره دعوه کړیده چې د ۲۱ بهرنیو کسانو په ګډون دداعش ډلې ۶۲ تنه غړي ژوندې د ټولو تجهیزاتو او وسلو سره یو ځای د طالبانو لاس ته لویدلي دي ،د ۱۳ تنه د شپې په مقاومت کې وژل شوي دي او د بهرنیانو په ګډون ددوې ۵۰ تنه دولت ته تسلیم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې داعش او د طالبانو ترهګرې ډلې د یو څه وخت راهیسې په خپلو کې په نښتو کې ښکیل شوي دي چې ویل کيږي دداعش ترهګرې ډلې غړیو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل