د ننګرهار ولایت څخه په خپور شوي بیان کې راغلي چې دننګرهار ولايت بهسود و ولسوالۍ اړوند ثمر خېلو سيمه کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مديريت پولیسو تېره ورځ په يو عراده ټونس ډوله موټر کې دوو تنو سره ۳۹ کيلو ګرامه چرس نيولي دي.
د معلوماتو له مخې دغه چرس په ياد موټر کې په ډېر مهارت سره ځآی پر ځای شوي و او له پروان ولايت څخه غني خيلو ولسوالۍ ته لېږدول کېدول.
نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په امنې قومندانۍ کې د نورو پوښتنو لاندې دي.