د اسراییل رژیم نن سهار د خپلو جنګې الوتکو په وسیله د غزې تړانګه د بریدونو هدف ګرځولي ده.
د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې ،فلسطینې سرچینو نن سهار د زمري په ۷ مه د اسراییل د رژیم له لورې د غزې تړانګې په مورچو د برید خبر ورکړی دی.
فلسطیني سرچینو خبر ورکړی دی چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل د رژیم د بریدونو له امله دوه فلسطیني ځوانان وژل شوي دي.
په همدغه حال کې ځینو سرچینو ویلي دي چې نن سهار د اسرایل رژیم غزې ته نږدې هم د فلسطینیانو په یوه ډله برید کړی دی چې فلسطینیانو ته یې تلفات وراړولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل رژیم دعوه کړیده چې فلسطینیانو ددې رژیم ښارګوټو ته د اور د باډیوو او د اور بالونونو لیږلو کې ډېروالی راوستی دی.