د ځآنمرګي برید له امله د ملي امنیت دوه کارکوونکي و وژل شول

د ننګرهار ولایت چارواکي وایې چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار شپږمې ناحیې اړوند فامیلو سیمه کې نن سهار نږدې لس بجې پلي ځآنمرګي بریدګر د پلټنې مرکز ته څېرمه په ځآن پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې،چې له امله یې اته ملکیان او دوه امنیتي منسوبین و وژل شوي دي .

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي او دوه امنیتي منسوبین ټپیان شوي هم دي،چې د یو تن روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی .

د پېښې د رامنځته کېدو له امله څېرمه موټر او نږدې هټیو کې د اورلګیدو له امله مالي زیانونه هم اوښتي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *