د ټاکنیزو شکایتونوکمیسیون سره د ۵۰۰ څخه زیات شکایتونه ثبت شوي دي

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مسوولینو اعلان کړی دی چې د ملې شورا د ټاکنو د نوماندانو د فهرست د خپرولو وروسته ورسره تر اوسه پورې په دې تړاو د ۵۰۰ څخه زیات شکایتونه ثبت شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کمیسیون ویاند علي رضا روحاني ویلي دي چې د ټاکنیزو شکایتونو څخه کوم شکایتونه چې دوې ته رسیدلي دي دوه برخې په بر کې نیسي.

د روحاني په وینا لمړنۍ برخه شکایتونه او اعتراضونه د هغو خلکو دي چې نومونه یې په ابتدایي لیست کې شتون لري او دویمه برخه د هغه کسانو شکایتونه دي چې ابتداییې لیست ته یې لاره موندلي نه ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی دی چې د دوه زره او ۷۴۱ تنو له ډلې څخه چې د ټاکنو لپاره یې نوم لیکنه کړي وه ۱۳۹ تنو ابتدایې لیست ته لاره موندلي ده.

روحاني څرګنده کړه چې ددې کمیسیون د ولایتي دفترونو فعالیدل د ولسمشر د کمیشنرانو پر تایید پورې تړلي دي له دې امله تر اوسه د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون کمیشنران پوره شوي نه دي. دا په داسې حال کې ده چې ددې کمیسیون مسوولین دعوه کوي چې د ولایتي کمیشنرانو په منظورۍ کې ځنډ ددې کمیسیون کارونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل