د ایتلاف د رهبرۍ غړي؛ دوستم بیرته هیواد ته راستنوو

د ایتلاف د رهبرۍ غړیو تیره ورځ د چنګاښ په ۱۷ مه نیټه په یوه خبرې ناسته کې حکومت ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که چیرته حکومت جنرال دوستم بیرته هیواد ته راستون نه کړي جنرال دوستم به پخپله راستون شي.

د خاور میان خبرې اژانس د راپور له مخې،د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق،د جمعیت اسلامې ګوند رییس عطامحمد نور او د جنرال دوستم ددفتر رییس په مزار شریف کې په یوه خبرې ناسته کې هیواد ته د جمهوري ریاست د لمړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم راستنیدلو غوښتنه وکړه.

د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وويل:” لمړی د حکومت څخه غوښتنه کوم چې جنرال دوستم هیواد ته راوګرځوي؛د هغې وروسته وایم چې راولم یې ،که چیرته ناورین راځي پړه به یې په هغو کسانو وي چې دې ډول کړنو ته لمن وهي.” په همدغه حال کې د جمعیت اسلامې ګوند رییس عطامحمد نور د ملې وحدت په کړنو نیوکې وکړې او همدارنګه هیواد ته د دوستم د راستنیدلو غوښتنه یې وکړه او ویې ويل:” د اساسې قانون د ۲۸ مادې مطابق هیڅ څوک د افغانستان د هیچا څخه د تابعیت د سلبولو صلاحیت نه لري.که چیرته جنرال دوستم حقوقي ستونزه لري باید په افغانستان کې وڅيړل شي.”

له بله پلوه د جنرال دوستم د دفتر رییس بابر فرهمند د حکومت له لورې د نظام الدین قیصاري نیول کیدو ته په اشارې څرګنده کړه” حکومت د غونډې په بهانه هغه ونیوه او په دې اړه یې خلکو ته هیڅ مالومات روښانه کړي نه دي.”

بابر فرهمند همدغه راز زیاته کړه چې که چیرته د ملې اردو ،ملې پولیسو او نورو ځواکونو له سرتیرو څخه بده استفاده کیږي،د ازبیک تبار له سرتیرو څخه چې د ملې اردو او ملې پولیسو په لیکو کې موجود دي؛ غواړم چې راشي او له خپلو خلکو او کورنیو ساتنه وکړئ. دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست لمړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د یوه کال څخه زیات وخت کیږي چې په یو غیر رسمي تابعیت کې وخت تیروي. نوموړي د احمد ایشچي په قضیه کې ترکیې ته سفر وکړ او ددې سفر دلیل یې د خپلې کورنۍ سره لیدنه او تداوې اعلام کړه،جنرال دوستم ددې یو کال په موده کې څو ځل وغوښتل چې افغانستان ته راستون شي مګر هر ځل حکومت د هغه د راتګ مخنیوې وکړ لکه څنګه چې یوه ورځ مخکې هم د جنرال دوستم د راتګ خبر خپور شو مګر وروسته دغه خبر رد شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *