حصارک کې ۱۵ طالبان ترهګر ووژل شول

. د ننګرهار چارواکو د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د ۱۵ طالب ترهګرو د وژل کیدو خبر ورکړی.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوکیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په میاګانو سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د ترهګروطالبانو پر یو پټنځآی عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۱۵ طالبان ترهګر وژل شوي او همدا راز د دوی ګڼ شمیر وسلې او مهمات لمنځه وړل شوي دی .

د خوګیاڼي په خبره د ترسره شوو عملیاتو پر مهال یو طالب ترهګر ژوندی هم نیول شوی دی او همدا راز د هوایي ځواکونو له لورې د وسله والو طالبانو پر یو شمیر نورو پټنځایونو هم بریدونه شوي،چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې او کره شمیره به یې وروسته شریکه شي .

د ملي امنیت ځواکونو له لورې د شریکوو شوو مالوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *