د یمن په اړه د سعوديانو بې اساسه ادعا

امارات امنیت شورا ته د یوه لیک په استولو سره د یمنیانو سره د بشرې مرستو په اړه یوه بې اساسه ادعا مطرح کړي ده چې چې کاملاً خندونکي ده او د یمن د حکومت له لورې دروغ ګڼل شوي ده.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې ،النشره راپور ورکړی دی چې امارت امنیت شورا ته د یوه لیک په استولو سره دعوه کړبده چې د عربستان ایتلاف د یمن جګړه ځپلو خلکو سره بشرې مرستې ترسره کړې دي او ویلي دي چې دغه مرستې د الحدیده د ښار اوسیدونکو سره ترسره شوي دي.

ویل کیږي چې امارات په دې د دروغو ډک لیک کې د سعودي د متجاوز ایتلاف له لورې د درې روغتونونو او ۱۹ کلینیکونو د ودانیو د رغولو خبر ورکړی دی او د دې ترڅنګ یې ویلي دي چې د الحدیده بندر د بیا ځل رغاوني د تاوان لګښت یې هم ورکړی دی.

امارات په داسې حال کې دا ادعا ترسره کړیده چې د آمریکا په مشرۍ د امارت او سعودي ایتلاف په تیریو کې ګڼ شمېر یمني اوسیدونکو ته مرګ ژوبله اوښتي ده ،ماشومان د ښوونځیو له تګ څخه منع شوي دي او د دې هیواد ډيرې اوسیدونکې له سختې لوږې سره مخ شوي دي ددې ترڅنګ په دې جګړه کې زیاتې ودانۍ هم له مینځه تللي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل