د اماراتو په زندانونو کې د یمني بندیانو د شکنجې او جنسې ځورونې په اړه ملګرو ملتونو د سازمان غبرګون

د ملګرو ملتونو د سازمان حقوقی دفتر د یوې بیانیې په صادرولو سره هغه یمني بندیانو ته له اشارې پرته چې د اماراتو په زندانونو کې شپې ورځې تیروي ویلي دي چې هغه زندانیان چې د اماراتو په زندانونو کې شپې ورځې تیروي د شکنجو سره مخ دي چې باید ددغه قضیو تحقیق او څیړنه وشي.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،د ملګرو ملتونو د سازمان د حقوقو دفتر د بیانیې په صادرولو سره د اماراتو په هغه زندانونو کې چې یمني بندیان پکې ساتل کیږي د شکنجې او جنسي ځوروني خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې مونږ ددې قضیې سخت مخالف یاستو او پر دوې اعتراض لرو.

له بله لورې تیره اونۍ د ملګرو ملتونو په اصلې میشت ځای نیویارک کې د بشري حقوقو څارونکو د عربستان لخوا په هغه سیمو کې چې د هغوې په ملکیت کې نه دي د غذایي موادو وړونکو کښتیو ته د میشتو یمنیانو د رسیدو د مخنیوې په اړه اعتراض کړی دی او ویلي یې دي چې د عربستان دا کار کیدای شي جنګي جنایت وشمېرل شي.

وروسته له هغې د بشرې حقوقو سازمان په یمن باندې د سعودي ایتلاف د تیرې په اړه غبرګون وښودو چې د اماراتو په بندیخانو کې د یمني بندیانو د بدې اوضاع راپورونه ترلاسه شول دوې دغه بندیانو ته د لاس رسي غوښتنه وکړه تر څو ددغه پیښې کره مالومات لاسته راوړي مګر اماراتو لا تر اوسه ددغې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې اماراتو د خپلو عربستاني ملاتړو سره د یمن په جګړه کې دي،هغه جګړه چې څوارلس کاله یې وشول او دغه هیواد په اقتصادي برخو کې د عربستان د محاصرې او نفوذ لاندې دی چې دغه هیواد یې د انساني ناوری په لورې سوق وکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *