د یمن په ملاتړ کې د سید حسن نصرالله د خبرو څخه د انصارالله هرکلی

د یمن د انصارالله ګوند د یوې بیانیې په خپرولو سره د لبنان د حزب الله ګوند عمومې منشي سید حسن نصرالله څخه د یمن د خلکو د ملاتړ په سبب قدردانی وکړ.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،سید حسن نصرالله د جمعې د ورځې(سرطان۸) په خپلو خبرو کې د یمن د خلکو او فوځ د ملاتړ لپاره ویلي وو چې” ریاض او ابوظبۍ باید پوهه شي چې د یوه داسې ملت سره مخ شوي یاست چې تسلیمي نه قبلوي” او یمن د انصارالله سیاسي دفتر ددې بیانيې په خپرولو سره د سید حسن نصرالله ددې دریځ هرکلی کړی دی.
انصارالله په خپله بیانیه کې ویلي دي چې د یمن د نن ورځې جګړه د فلسطین د مسألې سره اړیکه لري چې په اوس وخت کې د خطرناکې لارې څخه د تیریدو په حال کې ده او همدارنګه زیاته یې کړه چې د یمن جګړه فقط یواځي د یمنیانو لپاره نه ده بلکه هغه جګړه ده چې په راتلونکي کې یې د سیمې هیوادونه چې فلسطین د هغې په راس کې واقع دی هم لري.
انصارالله د لبنان د حزب الله عمومي منشي ته څرګنده کړه چې د یمن په اړه ستاسې د پاملرنې او د شخړې په تعقیبیدو ویاړ کوم او د سعودي د ایتلاف پر وړاندې جګړه د صهیونیستي مزدورانو جګړه ګڼم. د یمن د انصارالله د سیاسي دفتر یوه غړي څرګنده کړه چې د یمن د خلکو څخه د حزب الله ملاتړ زمونږ د ویاړ سرمایه ده او زمونږ په روحیه باندې ډېر تاثیر پریباسي او زه وعده ورکوم چې په دې جګړه کې به بریالي کیږو.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصرالله د جمعې په ورځ په خپلو خبرو کې ویلي وو چې ریاض او ابوظبۍ باید وپوهیږې چې د یوه تسلیمي نه قبلونکي ملت سره مخ شوي یاست او همدارنګه د یمن امنیتي ځواکونو ته یې په خطاب کې ویلي وو چې کاش کولای مې شوای چې ستاسې په څنګ کې پاتي شم او وجنګیږم.

Author

خروج از نسخه موبایل