د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ته ورسېد.

جمهوررئیس غني به په دغه سفر کې د ختیځ زون د زربستریز روغتون د بنسټ ډبرې د کېښودو تر څنګ، د دغه ولایت له مشرانو، علماوو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو، ولسوالانو، د ولایتي شورا له وکیلانو، ځوانانو او د مدني ټولنې د بنسـټونو له استازو، ښځو، د شهیدانو له کورنیو، سوداګرو او صنعتکارانو، د ګذر وکیلانو او اصنافو، نظامي او امنیتي مسولانو، افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره جلا جلا لیدنې کتنې ولري.

Author

خروج از نسخه موبایل