عربستان د یورانیمو د غني کولو په هڅه کې

د عراق د بهرنیو چارو وزیر په یوه مرکه کې وویل که چيرته تهران وغواړې چې یورانیم غني کړي او هستوې پروګرام له سره پیل کړي عربستان به هم د هستوې وسلو د ترلاسه کولو لپاره ګام واخلې.
د عربستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د سي ان ان سره په مرکه کې اعلان وکړ چې که چیرته ایران خپل هستوې پروګرام له سره پیل کړې او د هستوې کیدو په لور لاړ شي عربستان به هم د هیواد د هستوې وسلو د جوړولو هڅې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د برجام څخه د امریکا د وتلو نه وړاندې خبرداری ورکړی وو چې که چیرته دا هیواد وغواړې د برجام د هستوې تړون څخه ووځي ایران به د هستوي وسلو جوړولو پروګرام له سره پیل کړې.

د ایران له لورې د یورانیمو د غني کولو پروګرام په داسې حال کې مطرح کیږي چې امریکا د برجام د هستوې تړون څخه بهر شوه او د ایران جمهور رییس حسن روحاني وویل چې که چیرته مونږ له نورو هیوادونو سره توافق ته ونه رسیدو د یورانیمو غني کول به پیل کړو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *