په مسجد الاقصی باندې یهودیانو تیرې وکړ او د اسلام ضد شعارونه ورکوي

د اسرائیل د رژیم خلکو په یوه وحشیانه اقدام کې ددې ترڅنګ چې د مسجد الاقصی په اطرافو یې هجوم وروړی دی پر اسلام ضد شعارونو یې پیل کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د فلسطین الیوم څخه یې رانقل کړی دی ، اسرائیلي اوسیدونکو د مسجد الاقصی پر اطراف هجوم وروړی دی او د اسلام ضد شعارونو په ورکولو سره یې غوښتنه کړیده چې د مسلمانانو د تیري مخه ونیسي.

د راپورونو پر اساس ویل کیږي چې دا دویمه ورځ ده چې اسرائیلیانو د مسجد الاقصی لارې بندې کړي دي او د دې مسجد په اطرافو د تیري وروړلو تر څنګ اسلام ضد شعارونه ورکوي چې د مسلمانانو لپاره له توهینه او جنجاله ډک وي.

په عین حال کې په مسجد الاقصی باندې د اسرائیلیانو لخوا هجوم وروړونکي د اسرائیل د رژیم د نظامي ملاتړ څخه برخمن دي.

دا اتفاق په داسې حال کې رامینځته کیږي چې څو ورځې وړاندې هم د اسرائیل د رژیم مشرانو د سرچپه شمېرنو په پیل کیدو، په چټکۍ سره د اسلامي اثارو له مینځه وړلو،او د یهودي طرحې له مخې په مسجدالاقصی کې د البراق دیوال په جوړولو سرع د خپلو موخو او غوښتنو د لاسته راوړلو په لټه کې دي او غواړي چې د دې اسلامي هویت لرونکي مقدس ځای په تغییرولو سره دا ځای په یهودي میشتو بدل کړي.

Author

خروج از نسخه موبایل